Book Name:Shafaat e Mustafa
الله! الله! هٰغه د قيامت وحشت ناکه ورځ۔۔۔!! چې کله به دا زمکه د اوسپنې کړے شي * دوزخ به رانزدې کړے شي * نمر چې پۀ لسو کالو کښي څومره ګرمي راوروي ، دومره ګرمي به پۀ هغې کښې راجمع کړے شي * او سرونو ته به بالکل نزدې کړے شي ([1]) * رَبِّ قهار به غضب هم فرمائي * الله! الله! هٰغه تنده به وي چې خدائے دې نه راښائي * داسې ګرمي به وي چې خدائے دې نه راښائي * خلق به پۀ خولو کښې لامدۀ خوشتۀ وي، * خولې به بهيږي بهيږي تردي چي څوڅو ګزه په زمکه کښي جذب کيږي ([2]) * بيا چې به کله پۀ زمکه کښې د خولې د جذب کولو ځائے ختم شي، خوله به بره راوخيژي، د چا تر ګِټو پورې، د چا تر زنګونانو پورې او بعضې به پۀ خپلو خولو کښې غوپې وهي ([3]) * د ويرې نه به زړونه خُلو ته راوخيژي ([4]) * ډيره موده به پۀ دې کښې تيره شي * آخر به خلق د دې آفتونو او مصيبتونو نه تنګ شي او د شفاعت کوونکي پۀ لټولو به شروع وکړي * پۀ لټون لټون کښې به د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې حاضر شي، د شفاعت درخواست به وکړي، جواب به ورکړے شي: نَفْسِي نَفْسِي، اِذْهَبُوْا اِلَى غَيْرِيْ نن زما سره خپل فِکر دے، د بَل چا خوا له له لاړ شئ! * د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې به حاضر شي، هلته به هم جواب ورکړے شي: نَفْسِي نَفْسِي، اِذْهَبُوْا اِلَى غَيْرِيْ نن زما سره خپل فِکر دے، د بَل چا خوا له له لاړ شئ! * د حضرت ابراهيم