Book Name:Shafaat e Mustafa
وضاحت: يعنې الله پاک ته خو معلومه ده چې چا څۀ څۀ عمل کړے دے؟ څوک ايمان والا دے، څوک غير مسلمه دے؟ زمونږه د هري ګړئ اعمال نامه هم تياريږي، زمکه هم زمونږه ګواه جوړيږي، زمونږه اندامونه هم ګواهان جوړيږي، بيا د دې باوجود د قيامت هٰغه ورځ ولې کيښودے شوې ده؟ چې معلومه ده چې چا څۀ کارنامه کړې ده؟ څوک جنَّتي دے؟ څوک دوزخي دے؟ بيا د قيامت ميدان ولې؟ څوک چې جنَّتي وي، هغۀ به جنَّت ته ليږلے شي، څوک چې دوزخي دے، هغۀ به دوزخ ته ليږلے شي خو رَبِّ کائنات د قيامت ورځ کيښودله، ولې؟ د پاره د دې چې پۀ دې ورځ باندې به ټول مخلوق، مخکښيني، وروستنتي ټول د محبوبِ ذي وقار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شانونه پۀ خپلو سترګو باندې ويني۔
الله! الله! د قيامت پۀ ورځ باندې به د محبوب ذي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم کوم شانونه ښودلے کيږي، د يو څو حديثونو خُلاصه واورئ! * د خوږ نبي، رښتوني او ښه نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خاصيت دے چې د قيامت پۀ ورځ به د ټولو نه وړومبے نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضې مبارکې نه بهر تشريف راوړي * سُبْحٰنَ اللہ! څنګه چې هغوئي د قبر مبارک نه بهر تشريف راوړي، فوراً به 70 زره فرښتے د تعظيم او احترام د پاره پۀ خدمت کښې حاضرې شي، ([1]) * بيا به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې بُراق وړاندې کړے شي، بيا به هغوئي پۀ هغې باندې سور شي او د محشر ميدان ته به تشريف راوړي ([2]) * الله! الله! څومره ښکلے شان به وي؟ اوئې فرمائيل: اَنَا سَيِّدُ وَلَدِ