Book Name:Muallim e Kainat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا جذبه به مونږه اختياروو، دا ضروري ده، ډيره ضروري ده۔ د سبق نه يو ډک حديثِ پاک واورئ!
د عرب يوه قبيله وه: اَشعَر۔ حضرت ابو موسیٰ اَشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مشهور صحابي دے، هغوئي د دې قبيلې نه وو۔ د دې قبيلې والا ډير لوئے عالمان، فقيهان، پۀ قرآن پوهيدونکي، د شرعي احکامو او مسئلو عِلم لرونکي وو۔ د دوئي پۀ خوا کښې يوه قبيله اوسيدله، هٰغه خلق عالمان نه وو، د اَشعَر قبيلې والؤ به هغوئي ته عِلمِ دِين نه ښودلو، هغوئي به د دوئي نه نۀ زده کولو، يعنې د دواړو قبيلو د ښودلو او زده کولو طرف ته پام نه وو۔
يو ځل داسې وشول چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منبر ته تشريف راوړلو، د الله پاک حمد او ثنا يـې بيان کړله، بيا يـې وفرمائيل: مَا بَالُ اَقْوَامٍ...!! لَا یُفَقِّھُوْنَ جِیْرَانَہُمْ وَلَا یُعَلِّمُوْنَہم وَلَا یَعِظُوْنَہُمْ وَلاَ یَاْمُرُوْنَہُمْ وَلَا یَنْہَوْنَہُمْ پۀ هٰغه قوم باندې څۀ شوي دي؟ چي دوئي خپلو ګاؤنډيانو ته فقاهت (د دِين پوهه) نه ښائي، عِلمِ دِين نه ښائي، هغوئي ته نصيحت نه کوي، هغوئي ته د نيکۍ حُکم نه کوي، د ګناهونو نه يـې نۀ منع کوي؟ وَ مَا بَالُ اَقْوَامٍ لَا یَتَعَلَّمُوْنَ مِنْ جِیْرَانِہِمْ وَلَا یَتَفَقَّہُوْنَ وَ لَا یَتَّعِظُوْنَ او پۀ بل قوم باندې څۀ شوي دي؟ چي هغوئي د خپلو ګاؤنډيانو نه عِلمِ دِين نه زده کوي، د دِين پوهه نه حاصلوي، د هغوئي نه نصيحت نه اخلي۔۔۔!! بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جلال کښې وفرمائيل: پۀ خدائے مې دې قَسم وي! يا خو به دا خلق خپلو ګاؤنډيانو ته عِلمِ دِين ښائي، هغوئي به پۀ دِين پوهه کوي، هغوئي ته به نصيحت کوي، د نيکۍ حُکم به کوي، د ګناه نه به منع کوي، د دوئي ګاونډيان به د دوئي نه عِلمِ دِين زده کوي، د دِين پوهه به حاصلوي، نصيحت به اخلي اَوْ لَاُعَالِجَنَّہُمُ الْعُقُوْبَۃَ يعنې که هغوئي داسې اونه کړل نو زۀ به سخته سزا