Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

څۀ مسئلو کښې غور او فِکر کولو خو د هغوئي مسئلې نه حل کيدلې، د هغوئي دغه مسئلې د معراج پۀ شپه حل شوې وې۔ هغۀ څنګه؟ پۀ حديثِ پاک کښې دي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ما خپل رَبّ پۀ ښه صورت کښې وليدلو، الله پاک وفرمائيل: اے محبوبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! د مَلاءِ اعلیٰ فرښتے پۀ کومو مسئلو کښې بحث کوي؟ ما عرض وکړو: يا الله پاکه! تا ته بهتره معلومه ده۔ بيا رَبِّ کائنات پۀ ما باندې کرم وکړو، ما ته يـې عِلم راعطا کړلو نو ما عرض وکړو: يا الله پاکه! څلور مسئلې دي، فرښتے هغه نشي حل کولے، الله پاک وفرمائيل: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو رښتيا وه وئيل۔ بيا الله پاک مَلَاءِ اعلیٰ فرښتو ته وفرمائيل: یَا مَلَائِکَتِی! وَجَدْتُّمْ حَلَّالَ الْمُشْکِلات اے زما فرښتو! تاسو د مشکلاتو حل کوونکے بياموندو ، فَاسْئَلُوْااَشْکَالَکُمْ يعنې هٰغه مسئلې کومې چې تاسو نشئ حل کولے، نن زما د محبوب       صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د هٰغه مسئلو پوښتنه وکړئ۔۔۔! ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! هٰغه دِيني مسئلې چې فرښتو پکښې د تيرو يو زرو کالو نه غور کولو او څۀ حل يـې نه راوتلو، د الله پاک خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يو څو لحظو کښې د فرښتو هٰغه مسئلې حل کړې! معلومه شوه چې زمونږه محبوبصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې شان والا مُعَلِّم دے چې فرښتو ته هم عِلم  ورښائي۔

اے رحمتِ عالَم تیری رحمت کے تصدق                               ہر ایک نے پایا ترا صدقہ شبِ معراج

انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته فيض رسوونکے

يو ډير مشهور حديثِ پاک دے۔ يو ځل د مُعَلِّم کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمتِ اقدس کښې پوښتنه وشوه: مَتیٰ وَجَبَتْ لَکَ الْنَّبُوَّۃُ يعنې يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!


 

 



[1]... عصیدہ، صفحہ:236-237۔