Book Name:Muallim e Kainat
د هغوئي نه ښه مُعَلِّم مې څوک هم اونه ليدلو۔۔۔!!
پۀ مُسلِم شريف کښې روايت دے، د دې راوي دے: صحابئ رسول حضرت معاويه بن حَکَم سُلَمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ د هغوئي سره يو ځلې يوه واقعه وشوه نو هغوئي خپله هٰغه واقعه بيان کړله، د واقعې پشا منظر څۀ داسې وو چې د اِسلام پۀ شروع شروع کښې به پۀ نـمونځ کښې د خبرو کولو اجازت وو، بيا د الله پاک حُکم راغلو او پۀ نـمونځ کښې د خبرو کولو نه منع وفرمائيلے شوه۔
دا چې کوم نوے حُکم وو، د دې حُکم حضرت مُعَاوِيه بن حَکَم سُلَمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته عِلم نه وو۔ بيا واقعه څۀ داسې وشوه، فرمائي: يوه ورځ زۀ مسجدِ نبوي شريف ته حاضر شوم، د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اِقتِداء کښې (يعنې پۀ هغوئي پسې) مې د نـمونځ کولو سعادت حاصل کړو، د نـمونځ پۀ وخت يو کَس انتروشے(اپرنجے) وکړو۔ (د دوئي پۀ ذِهن کښې هم هٰغه زوړ حُکم وو چې پۀ نـمونځ کښې خبرې کولے شې، ځکه) فرمائي: چې هٰغه کَس انتروشے وکړو نو ما وه وئيل: یَرْحَمُکَ اللہُ! (الله پاک دې پۀ تا باندې رحم وکړي)۔ بس زما دا وئيل وو چې ګير چاپيره صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ما ته نيغ کتل شروع کړل۔ ما وه وئيل: څۀ وشو؟ تاسو ما ته داسې نيغ نيغ ولې ګورئ؟ بيا هغوئي پۀ خپلو لاسونو باندې خپل ورنان وه وهل، بيا زۀ پوهه شوم چې دوئي ما چپ کول غواړي نو زۀ چپ شوم۔
فرمائي: نـمونځ مکمل شو، سلام وګرځولے شو، بيا څۀ وشول؟ مُعَلِّمِ کائنات، فخرِ مَوجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زۀ د ځان خوا ته راوبللم۔۔۔!!
زما مور پلار دې پۀ هغوئي باندې قربان شي، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه زيات ښه او غوره مُعَلِّم (ښودونکے، تربيت کوونکے) نۀ ما مخکښې چرته ليدلے وو، نۀ مې د هغوئي نه پس وليدلو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زۀ راوبللم، نۀ يـې ورټلم، نۀ يـې وه وهلم، نۀ يـې راته سپورې ستغې وه وئيلې بلکې ډير پۀ نرمۍ سره يـې وفرمائيل: پۀ