Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې دُعا وکړه: يا الٰہی! د دۀ زړۀ پاک کړې او د دۀ ګناهونه اوبخښې۔ د دې نه پس هٰغه ځلمے ټول عمر د زنا نه بيزاره وو۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د محبوب آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! څومره پۀ ښکلي انداز کښي يـې تربيت وکړو، پۀ دې روايت کښې د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رحمت او شفقت ته هم وګورئ! چې کله هٰغه ځلمي داسې پوښتنه وکړه نو صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ جلال کښې راغلل، هغوئي ته د سزا ورکولو د پاره پاڅيدل، خو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُعَلِّمِ کائنات دے، د دواړو جهانو د پاره رحمت دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هغوئي باندې سختي کول هيڅکله خوښه نه کړله، صحابه کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم يـې هم منع کړل او پخپله يـې هم ډير پۀ نرمۍ او مينه او محبت سره پوهه کړو چې هغۀ پۀ مسئله باندې پوهه شي۔

سچی بات سکھاتے یہ ہیں                                                                                                               سیدھی راہ دکھاتے یہ ہیں

اپنی بنی ہم آپ بگاڑیں                                                                                                                  کون بنائے بناتے یہ ہیں    

بندے کرتے ہیں     کام غضب کے                                                            مژدہ رضا کا سناتے یہ ہیں    

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د پوهه کولو يو جديد انداز

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ جديد سائيکالوجي کښې د نورو د تربيت د پاره يو طريقه اختيارولے شي، کومې ته چې انتقاليت (Transference) وئيلے شي۔ د دې مطلب وي: راښکته کيدل ۔ پۀ دې نفسياتي طريقه کښې چې کوم مُعَلِّم وي، هغۀ د مخامخ کَس سره يو جذباتي تړون پيدا کوي، مثلاً ځان د مخامخ کَس د پاره د يو پلار پۀ


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:9، صفحہ:183، حدیث :22847 ۔