Book Name:Muallim e Kainat
(4): او تاسو ته د دِين او د دُنيا ټولې خبرې بيانوي، د کومو نه چې تاسو خبر نه يئ۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلو نو د هغوئي يو بنيادي مقصد خلقو ته قرآنِ پاک زده کول هم دي۔
نُور تقسيموونکے نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ يو بل ځائے کښې الله پاک فرمائي:
كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِ جَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَى النُّوْرِ ﳔ (پارہ13،سورۂ ابراہیم:1)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا يو کتاب دے کوم چې مونږه ستا طرف ته نازل کړے دے د پاره د دې چې تۀ خلق د هغوئي د رَبّ پۀ حُکم د تِيارو نه رڼـا طرف ته اوباسې۔
يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دُنيا پۀ تياره کښې ډوبه ده * د عقيدو تيارې دي * د نظرياتو تيارې دي * د خرابو اخلاقو او د خرابو عاداتو تيارې دي * غرض دا چې داسې تيارۀ راخوره ده چې انسان څوک چې اشرفُ المخلوقات دے، دا خپله پيژندګلو هُم نه لري * کله نمر ته سجده کوي * کله ونې کاڼې خپل خدايان ګڼي، اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږه د قرآنِ کريم نُور پۀ تاسو باندې نازل کړو، تاسو خلقو ته د قرآنِ کريم بيانولو سره، د قرآنِ کريم لوستلو سره، د قرآنِ کريم د نُوراني تعليماتو عام کولو سره خلق د تيارو نه د نُور طرف ته راويستل!
معلومه شوه چې * قرآن نُور دے * محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څوک چې پخپله هم نُور دے، د قرآن نُور يـې پۀ دُنيا کښي د تقسيمولو د پاره تشريف راوړے دے * د دې نُور پۀ ذريعه يـې د زړۀ او دماغو روښانه کولو * د اخلاقو او کردار ښه کولو * د خاورو د