Book Name:Muallim e Kainat
د هغوئي پۀ ذِمه مونږ ته ضرور لګول پکاردي، يا خو هغوئي د عِلمِ دِين پۀ زده کولو لګول دي يا ښودلو والا جوړول دي۔ الله پاک دې مونږ ته د دې توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تربيت انداز
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُعَلِّمِ کائنات دے، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښودلو، پوهه کولو، خلقو ته د دِين رسولو انداز مبارک څنګه وو؟ پۀ دې باره کښې يـې سيرت مبارک څنګه وو؟ راځئ چې يو څو روايتونه واورو:
روايت دے چې يو ځلمے د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما ته د زِنا اجازت راکړئ! د دې اوريدو سره صحابه کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ جلال کښي راغلل او هغۀ يـې وهل غوښتل۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دا مۀ وهئ! بيا يـې هغۀ د ځان خوا ته کښينولو او ډير پۀ نرمۍ او شفقت سره يـې ترينه پوښتنه وکړه: * اے ځلميه! آيا تۀ خوښوې چې ستا د مور سره څوک داسې وکړي؟ هغۀ عرض وکړو: زۀ دا څنګه جائز ګڼلے شم؟ اوئې فرمائيل: نو بيا نور خلق ستا پۀ باره کښې دا څنګه جائز ګڼلے شي؟ * بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: که ستا د لور سره داسې وکړے شي نو آيا تۀ به دا خبره خوښوې؟ عرض يـې وکړو: نۀ۔ * اوئې فرمائيل: که ستا د خور سره څوک داسې حرکت وکړي نو؟ * او که ستا د ترور سره څوک داسې وکړي نو؟ * دغه شان نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يوې يوې رشتې پۀ باره کښې پوښتنه وکړه، هغۀ هم دا وئيل چې زما خوښ نه دي۔ بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ پۀ سينه باندې لاس کيښودلو او د