Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُعَلِّم کيدلو شان

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے شميره شانونه دي، دومره شانونه دي چې زمونږ پۀ شان بيکاره خو څۀ کړې چې پۀ مخلوق کښې څوک هم د هغوئي شانونه نشي شميرلے۔ اعلیٰ حضرت  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

تیرے تو وَصْف عیبِ تَنَاہی سے ہیں بَرِی

حیراں   ہو    میرے    شاہ    میں    کیا    کیا    کہوں   تجھے([1])

وضاحت: يعنې اے زما خوږه محبوبه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ستاسو څومره شانونه بيان کړم۔۔۔!! زۀ د دې لائق  کله يم؟ رَبِّ رحمان تاسو ته دومره شانونه عطا کړي دي چې د ستاسو صفتونه ختميدل هم يو کمے دے، ستاسو رَبّ تاسو د دې کمي نه هم پاک ساتلي يئ۔

د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې شانونو کښې يو د مُعَلِّم کيدلو شان هم دے۔ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم * د کائنات د ټولو نه لوئے * د ټولو نه د اوچتې مرتبے * د ټولو نه اعلیٰ * د ټولو نه زياته مرتبه لرونکے مُعَلِّم دے۔

په عام طور چې د چا د سبق ښودلو 10، 12 یا 15 کاله  شوي وي نو پۀ معاشره کښې هغۀ ډير ماهره، تجربه کار مُعَلِّم (اُستاذ) ګڼلے شي۔ يعنې د چا چې د سبق ښودلو موده او تجربه زياته وي، هغۀ لوئے مُعَلِّم وي۔ زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُعَلِّم کيدلو د شان موده معلومه ده چې څومره ده۔۔۔؟ د کله نه چې مخلوقات پيدا شوي دي، د هٰغه وخت نه نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُعَلِّم دے۔


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:175 ۔