Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

      الله پاک دې زمونږه د محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فيضان نصيب کړي۔ مونږ له هم پکار دي چې * پۀ ساده ساده مثالونو ورکولو * پۀ واقعو بيانولو * پۀ حديثونو بيانولو * د قرآنِ کريم پۀ آيتونو بيانولو ډير پۀ ښه انداز کښې * پۀ نرمۍ سره نور خلق پوهه کړو * عِلمِ دِين پخپله هم زده کړو * او نورو ته يـې هُم پۀ مينه محبت وښايو۔ د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! خپل تربيت هم کيږي، حکمت عملي به هم راځي او که الله پاک وغوښتل نو د يو يو انسان سره به د ټولې معاشرې اِصلاح هم کيږي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

د اُستاذانو حقونه

      خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 5 اکتوبر پۀ عالمي کچ ټيچرز ډے (يعنې د اُستاذانو عالمي ورځ) نمانځلے کيږي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * زمونږه مُعَلِّم * د ټولو نه لوئے مُعَلِّم * د ټول کائنات مُعَلِّم * د ټولو مخلوقاتو مُعَلِّم۔۔۔!! څوک دے؟ زمونږه او ستاسو آقا، محبوبِ خُدا، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔ الله پاک دې مونږه ټول ګنهګاران هميشه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادب کوونکي جوړ کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ برکت چې چا ته د اُستاذ کيدلو شرف حاصل شو، د چا چې د مُعَلِّم کيدلو سعادت نصيب شو، اِسلام د هغوئي هم ډير حقونه کيښودي دي۔ د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه رساله ده: اَلْحُقُوْقُ لِطَرْحِ الْعُقُوْقِ۔ مکـتبة الـمدينه والدین، زَوْجَین اور اَسَاتِذہ کے حُقُوق پۀ نوم آسانه کړې او چاپ کړې ده۔ مونږ ته لازمي دا رساله لوستل پکار ده۔ راځئ چې پۀ دې رساله کښې ليکلے شوي د اُستاذانو يو څو حقونه واورو:

 * امام حافِظُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د عالِم حق پۀ جاهل باندې او د اُستاذ حق پۀ شاګرد باندې برابر دے او هغه دا دے چې * د هغۀ نه مخکښې دي خبره نه کوي *