Book Name:Muallim e Kainat
ورکړم او عِلاج به يـې وکړم۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَحْمَةٌ لِّلعٰلَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم الفاظ مبارک دي، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د پاره رحمت دے، د هغوئي نه زيات رحم دِل هډو څوک کيدے نشي، د دې باوجود چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وليدل چې يو قوم دے، هغۀ عِلم والا دے، خو * نورو ته عِلمِ دِين نه ښائي * پوهه کوي يـې نه * او نۀ د هغوئي پۀ ليدلو هغوئي څۀ غم محسوسوي۔ او بل قوم دے، هغوئي عِلمِ دِين نه حاصلوي، يعنې د هغوئي دې طرف ته هډو پام نشته، نور پۀ عِلم حاصلو ويني، د عِلمِ دِين تکرار کوي خو پخپله د زدکړې طرف ته نه راغب کيږي، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې دواړو باندې د غضب اظهار وکړو او صفا يـې وفرمائيل: يا خو به تاسو ښودل زده کول شروع کړئ يا به بيا د سختې سزا پۀ ذريعه ستاسو عِلاج کولے شي۔
الله! الله! دا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعليم دے۔۔۔!! عِلمِ دِين زده کول هم دي، ښودل هم دي او د دې غم هم پۀ ځان کښي پيدا کول دي۔ پۀ روايت کښې دي: چې کله د اَشعر قبيلې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دا فرمان واوريدلو نو ويريدل، بارګاهِ رسالتصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شول او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! يو کال مهلت راکړئ! پۀ يو کال کښې به مونږه خپلو ګاؤنډيانو ته عِلمِ دِين وښايو۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پۀ ځان کښې دا غم پيدا کول پکار دي، که مونږ له فرض علوم نه راځي نو لازمي زده کول پکاردي، که معلوم وي نو نورو ته ښودل پکاردي، مونږ چې څومره خلق پيژنو۔۔۔ بلکې ټول مسلمانان پۀ خپل مينځ کښي وروڼه وروڼه دي، نا اشنا څوک هم نشته، بس چې چا ته مونږ رسيدلے شو، پۀ دوو کښې يو کار