Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

غلطي وشي نو کور ته که څوک ميلمه راغلے وي نو د هغۀ پۀ مخکښې ټوله قيصه بيان کړي او بيا يـې پوهه کوي * داسې د نيکۍ د دعوت پۀ ورکولو کښې هم بعضې وخت د ډيرې سختې لهجې نه کار اخستے کيږي * پۀ سوشل ميډيا خو داسې وه وايئ چې يو پوره طوفان دے، که د چا د يوې کمزورۍ پته ولګي نو پۀ سوشل ميډيا غوبل جوړ شي ، هغۀ ته ردې بدې وئيلے کيږي، عزت يـې خرابولے شي، بيا وائي چې دا ډير ضِدي دے، مغروره دے، خبره نه مني، نافرمانه دے او پته نه لګي چې څنګه څنګه القابات ورته ورکولے شي۔

د سختۍ کولو سره ضِد زياتيږي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ډير غلط انداز دے۔ پۀ نرمۍ سره پوهه کول پکار دي۔۔۔!! پۀ نرمۍ سره، مينه محبت سره، پۀ حکمت عملۍ سره که پوهه کړے شي نو
اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پوهه کول به فائده وکړي۔

اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ اعمالو کښې هدايت پۀ نرمۍ سره ورکول پکار دي چې پۀ سختۍ سره ضد زيات نشي۔ ([1])

 معلومه شوه چې پۀ نرمۍ سره پوهه کړے شي نو پۀ خبرو کښې اثر راځي، که پۀ سختۍ سره پوهه کړے شي نو مخامخ کَس ضِد شروع کوي۔ لہٰذا کوم چې مُعَلِّمين دي، مبلغين دي، مور پلار دي، مشران وروڼه دي، څوک هم چې پوهه کوونکي دي، سبق ښودونکي دي، د نيکۍ دعوت ورکوونکي دي، هغوئي له پکار دي چې سُنَّت طريقه اختيار کړي او نرمي د خپل عادت حصه جوړه کړي۔

ہے فلاح و کامرانی نرمی و آسانی میں

ہر بنا کام بگڑ جاتا ہے نادانی میں


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، ج ۷، ص:۲۹۔