Book Name:Muallim e Kainat
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی خَاتَمِ النَّبِیّٖن
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
پۀ اربعينِ عطّار، قسط نمبر2 کښې حديثِ پاک نمبر 2 دے:
صَلُّوا عَلَیَّ وَاجْتَهِدُوا فِي الدُّعَاءِ وَقُولُوا، اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ۔([1])
فرمانِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: پۀ ما درود شريف راليږئ او پۀ دعا کښې ښۀ کوشش کوئ او [دا] وائې: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ دې حدیثِ پاک کښې د دُرود شريف لوستلو او پۀ دعا کښې د ښۀ کوشش کولو حکم ورکړے شوے دے، د دې نه دا اندازه وشوه چې د دعا او درود پۀ مينځ کښې ډير جَوَر تعلق دے. د مسلمانانو دويم خليفه حضرت فارُوقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: دُعا د زمکې او آسمان تر مينځه زوَړَنده وي، چې کله درود شريف ولوستلے شي نو پۀ بره والوځي۔ ([2])
عُلَمائے کرام فرمائي: د دُعا مثال د يوې مرغئ پۀ شان دے او درود د دې د ټولو نه مضبوطې وزرې دي، د هُم دې پۀ ذريعه دعا د آسمان طرف ته الوځي او د الله پاک