Book Name:Muallim e Kainat
وئيل: آؤ جي! څۀ اوښان خړ رنګ والا هم دي۔ اوئې فرمائيل: وه وايه د سور رنګ د اوښانو نسل کښې د خړ رنګ والا اوښان څنګه پيدا شول؟ اعرابي عرض وکړو: د سور رنګ والا اوښانو پۀ پلار نيکونو کښې به د خړ رنګ والا اوښ تير شوے وي، د هغۀ رګ به دا خپل رنګ ته راښکلے وي۔ دا يـې چې واوريدل نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بيا خو دا هم ممکن ده چې ستا پۀ پلار نيکونو کښې هم څوک تور رنګ والا تير شوے وي، د هغۀ رنګ به ستا بچے خپل رنګ ته راښکلے وي، ځکه دا ماشوم د هغۀ پۀ شکل شوے دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د
حيرانتيا خبره ده، څومره ځانګړے انداز دے، هٰغه بانډچي د نبي کريم
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ
خدمت کښې څومره سخت مشکل راوړے وو، دلته هم داسې کيږي، بعضې وخت مخامخ کَس داسې
پوښتنه وکړي چې انسان پوهيږي نه چې دا څنګه پوهه کړم، د دۀ ذهن جوړ کړم نو څنګ يـې جوړ کړم۔۔۔!! خو قربان شم! دا مُعَلِّمِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، د دوئي سره د خبرو شرف
حاصلول خو غټه خبره ده، مولانا رُوم رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه ليکي:
اِے لِقَائِے تُوْ جَوَابِ ہَرْ سُوَال
مفهوم: يعنې اے هٰغه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو دا شان دے چې ستاسو سره ملاقات کول، ستاسو د مخ مبارک ديدار کول هم د هر سوال جواب جوړيږي۔
نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ څومره ساده انداز کښې د هٰغه بانډچي د ذهني کچ مطابق بالکل عام فهم مثال ورکړو او د هغۀ مشکل يـې هم ختم کړو، د هغۀ پۀ ذهن کښې راپورته کيدونکې انديښنې يـې هم لرې کړې! د الله پاک قدرت يـې ورته هم وښودلو، سوچ يـې ورله هم بدل کړو او خوشحاله کور يـې هم د ورانيدو نه بچ کړو۔