Book Name:Muallim e Kainat
کارونو کښې يو ديني کار: مدرسةُ الـمدينه بالِغان هم دے پۀ کوم کښې چې د صحيح تجويد او قراءَت سره قرآنِ پاک زده کولے او ښودلے شي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې بهتر هغۀ دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته يـې] وښائي۔ ([1]) * قرآنِ مجيد د الله پاک کتاب دے * د بندګانو پۀ نوم د رَبِّ کريم پيغام دے * خو افسوس! نن مسلمانان د قرآنِ کريم نه ورځ پۀ ورځ لرې کيږي * ډير خلق پۀ کتلو هم صحيح قرآنِ مجيد نه شي لوستلے * څوک يـې چې لولي هغوئي هم پۀ تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي، چې د هغې پۀ وجه يـې نـمونځ هم نه کيږي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ مختلفو جوماتونو او مارکيټونو وغيره کښې روزانه د مدرسةُ الـمدينه بالِغان پۀ کلاسونو لګولو او د قرآنِ کريم پۀ فيضان عام کولو کښې مصروف دے * پۀ کومو کښې چې پۀ صحيح تجويد او مخارجو سره قرآنِ کريم لوستلے او ښودلے شي * فرض عُلُوم هم ښودلے شي * سُنَّت او آداب هم ښودلے شي او * د ترجمے او تفسير اوريدو موقع هم ميلاويږي۔ تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي۔
د فيشن کوونکي پۀ ژوند کښې سپرلے راغلے
د آفندي ټاؤن (حيدر آباد، انټيرئير سندھ، پاکستان) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور بيان دے: چې زۀ يو فيشن کوونکے ځلمے ووم، د دُنيا پۀ موج مستۍ کښې ورک، د خپل آخِرت د انجام نه مې غافله د ژوند ورځې شپې مي تيرولې، زما د ګناهونو نه ډک ژوند کښې سپرلے څۀ داسې راغلے چې زما پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د داخلې سعادت نصيب شو، بس بيا زما د نيک بختۍ سفر شروع شو، د مدرسةُ الـمدينه بالِغان برکتونو زما تيارۀ ژوند د الله پاک پۀ ويره او د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ