Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

راواخستو او بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، د دواړو جهانو رحمتصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اعلان وکړو: څوک دا څيزونه اخلي؟ يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: حضور! زۀ يـې پۀ يو درهم (د سپينو زرو پۀ سکه) اخلم۔ اوئې فرمائيل: څوک شته چې د دې نه زيات قيمت ورکړي؟ دويم صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وه وئيل: حضور! زۀ يـې پۀ دوه درهمه اخلم۔ نبي اکرم، رسولِ محتشم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دواړه څيزونه هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له ورکړل، دوه درهمه يـې واخستل او د دې څيزونو اصلي مالک له يـې درهمې ورکړې او اوئې فرمائيل: بازار ته لاړ شه، پۀ يو درهم غَله (د خوراک څښاک سامان) واخله، کور ته يـې يوسه، پۀ بَل درهم باندې تبرګے واخله او ما له يـې راوړه! هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زر بازار ته لاړو، غله يـې واخستله او کور ته يـې يوړله، تبرګے يـې واخستو او بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د دواړو جهانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو لاسونو مبارکو باندې پۀ تبرګي کښې لاسکے واچولو، انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له يـې ورکړلو او اوئې فرمائيل: ځنګل ته لاړ شه، لرګي کټ کوه او پۀ بازار کښې يـې خرڅوه! تر پينځلسو ورځو پورې چې ما ته پۀ نظر رانشې۔ انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تبرګے واخستو او لاړو۔ 15 ورځې پس چې واپس راغلو نو د هغوئي پۀ لاس کښې لس درهمې وې۔ نبي رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې وليدلو نو خوشحاله شو او اوئې فرمائيل: تۀ چې سوال کوې او هٰغه سوال سبا د قيامت پۀ ورځ ستا پۀ مخ باندې داغ جوړ شي، ستا پۀ خپل لاس باندې ګټل او خوړل د دې نه ډيربهتر دي۔ ([1])

      الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے مُعَلِّمِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! څومره ځانګړے شان دے۔۔۔!! * هٰغه ښکلي ښکلي لاسونه مبارک د کومو پۀ اشارو باندې


 

 



[1]... ابوداؤد، کتاب الزکاۃ، باب ماتجوز فیہ المسالۃ، صفحہ:269، حدیث :1641، خلاصۃً  ۔