Book Name:Muallim e Kainat
که موجود نه وي نو د هغۀ د کښيناستو پۀ ځائے باندې دي نه کښيني * او پۀ تللو کښې دي د هغوئي نه نۀ مخکښې کيږي * انسان له پکار دي چې * د خپل اُستاذ د حقونو او آدابو خيال وساتي * پۀ خپل مال نه پۀ څۀ څيز کښې دي د هغۀ سره بخل نه کوي يعنې څۀ چې د هغۀ پکار وي پۀ خوشحالۍ دې حاضروي * او د هغې پۀ قبلولو کښې د هغۀ احسان او خپل سعادت ګڼي * د اُستاذ حق دې د خپل مور پلار او د ټولو مسلمانانو د حقونو نه مخکښي ساتي او چې چا دۀ ته ښه عِلم ښودلے وي اګر که يو حرف يـې ولې نه وي ښودلے د هغۀ د پاره دې تواضع کوي * پۀ خپل اُستاذ باندې دې چا ته هم ترجيح نه ورکوي که داسې کوي نو هغۀ د اِسلام د رَسو نه يوه رسۍ پرانسته * د اُستاذ تعظيم دا دے چې هغۀ دننه وي او دا حاضر شي نو د هغۀ دروازه دې نه وهي بلکې د هغۀ د بهر راوتلو انتظار دې کوي * عِلمِ دِين اُستاذ د خپل شاګرد پۀ حق کښې د حضورِ پر نُور سيّد عالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نائب دے، آؤ! که د خلافِ شرع خبرې حُکم ورته وکړي نو هيڅکله دې يـې نه مني * علمائے کرام فرمائي: د چا نه چې د هغۀ اُستاذ ته څۀ ضرر ورسي نو هغۀ به د عِلم د برکت نه محرومه پاتې کيږي۔
الله پاک دې مونږ ته پۀ شريعت کښې دننه د خپلو اُستاذانو، د خپل مور پلار، د خپلو مشرانو د ادب او احترام کولو توفيق رانصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسةُ الـمدينه بالِغان
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قبر او د آخرت د تيارۍ کولو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د سعادت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پۀ شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ژوند به مو ښه شي، که الله پاک اوغوښتل نو د دُنيا نه به د بے رغبتئ دولت هم درنصيب شي او اَخلاق او کردار به مو هُم ښه شي۔ پۀ 12 ديني