Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

پۀ حديثِ پاک کښې دي: د نُورِ خُدا، احمدِ مُجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور د ټولو مخلوقاتو نه مخکښې جوړ کړے شو۔ ([1]) د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د تخليق نه 2000 کاله مخکښې خبره ده چې یُسَبِّحُ ذٰلِکَ النُّوْرُ نُورِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د الله پاک تسبح بيانوله فَتُسَبِّحُ الْمَلَائِکَۃُ بِتَسْبِیحِہٖ پس فرښتو چې به دا تسبيح اوريدل  او تسبيح به يـې وئيل ۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې لا د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام تخليق هم نه وو شوے، زما او ستاسو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه وخت هم مُعَلِّم وو، هغوئي به فرښتو ته تسبيح ښودله، فرښتو به د هغوئي نه زده کوله او د الله پاک تسبيح به يـې بيانوله۔

بے پڑھے عالِم نے ہر عالِم پہ علم اِلقا کیے                   علمِ غیبِ حق کے مَظْہر رَحْمَۃٌ لِّلْعَالَمِیْں([3])

وضاحت: يعنې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چا چې پۀ ظاهره د چا نه څه وئيلي  نه دي بيا هم د هغوئي د عِلم شان دا دے چې هغوئي هر يو عِلم والا ته عِلم عطا کړو، هغوئي خو د الله پاک د عِلمِ غيب مَظهَر دے، د ټولو جهانونو د پاره رحمت دے۔

 فرښتو عِلم زده کړو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې شان والا مُعَلِّم دے چې فرښتتے هم د هغوئي نه د عِلم د خبرو پوښتنه کوي، پۀ دې باره کښې يو بل ايمان تازه کوونکے روايت واورئ! علّامه عمر بن احمد آفندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قصيده بُرده شريف پۀ شرح کښې ليکي: د مَلاءِ اعلیٰ فرښتو (يعنې مقربو فرښتو) د  زرو کالو نه پۀ


 

 



[1]...   مصنف عبد الرزاق، جزء مفقود، صفحہ:64، حديث:18 ۔

[2]...  الشریعۃ للآجری ، جلد:3، صفحہ:1419، حدیث:960۔

[3]... قبالۂ بخشش، صفحہ:195۔