Book Name:Muallim e Kainat
برکت
نصيب شو او نبي کريم صَلَّى اللهُ
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټولو مخلوقاتو ته عِلم بيانوونکے، عِلم ښودونکے دے۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مُعَلِّمِ کائنات صرف د
محاورې پۀ طور باندې نۀ وئيلے کيږي بلکې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حقيقت کښې مُعَلِّمِ کائنات
دے۔ يو روايت واورئ! يو ځل يو
قصاب د خپلو چيلو کَنډک ته لاړو، دروازه يـې برسيره کړه او د ذبح کولو د پاره يـې چيلۍ نيول غوښتل خو هغه د هغوئي نه خلاصه شوه او
وتښتيدله او پۀ منډه منډه د رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ
پاکه بارګاه کښې حاضره شوه، قصاب ورپسې هم ورورسيدو، هغۀ چيلۍ د ښپې نه ونيوله او
پۀ راښکلو يـې بوتلله، پۀ دې باندې د دواړو
جهانو رحمت، سرورِ کون ومکان صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وړومبے چيلۍ ته وفرمائيل: اِصْبِرِیْ لِاَمْرِ اللہِ يعنې د الله پاک پۀ حُکم باندې صبر وکړه! بيا يـې د رحمت شان وښودلو او قصاب ته يـې وفرمائيل: وَ اَنْتَ يَا جَزَّارُ فَسُقْهَا اِلَى
الْمَوْتِ سَوْقًا رَفِيقًا اے قصابه! دا د مرګ طرف ته پۀ
نرمۍ سره بوځه! ([1])
سُبْحٰنَ
اللہ! دا زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے۔ دلته وګورئ! د دواړو طرفونو نه غلطي کيدله، (1): چيلۍ کومه چې دې د پاره پيدا کړے شوې ده چې هغه ذبح کړے شي، هغه د الله
پاک د دې فيصلې نه لکه چې تښتيدله
(2): بل خوا چې کوم قصاب وو، هغوئي ته د نرمۍ حُکم وو، هغۀ سختي کوله۔ خوږ آقا و
مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دواړو تربيت وفرمائيلو، چيلۍ
ته يـې وفرمائيل: د الله پاک پۀ حُکم
باندې صبر وکړه! قصاب ته يـې
وفرمائيل: نرمي اختيار کړه!
معلومه شوه چې د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغۀ دے چې ځناور هم د