Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

مسلمان) هم داسې وي چې ټول مخلوق د هغۀ د پاره د اولاد پۀ شان وي او هغۀ د دوئي د نفس او د شيطان د قيد نه د راخلاصولو کوشش کوي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے کلام دے۔۔۔!! پۀ دې کښې خو وړومبے د اُستاذانو صاحبانو د پاره سبق دے، اُستاذانو له پکار دي چې د خپلو شاګردانو سره نرمي کوي، هغوئي خپل ځامن ګڼي او لکه څنګه چې خپل ځوي د کافرانو پۀ قيد کښې وي او انديښنه وي چې کافران به زما ځوي وه وژني، لکه څنګه محنت چې د خپل ځوي د راخلاصولو د پاره کوي، هم داسې محنت، او شوق سره خپل شاګردان د جهالت د تيارو نه د راويستو کوشش وکړي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي ډيرې تعليمي ادارې دي، * پۀ مدرسۀ المدينه کښي  د حفظ و ناظري تعليم ورکولے شي* پۀ جامعة الـمدينه کښې درسِ نظامي (يعنې عالِم کورس) کولے شي * هم دغه شان دارالـمدينه اِسلامک سکول سسټم هم دے، د الله پاک فضل دے، د دعوتِ اِسلامي پۀ دې ادارو کښې داسې اُستاذان هم دي * څوک چې د تهجدو پۀ وخت راپاڅي او د الله پاک پۀ بارګاه کښې پۀ ژړا ژړا د خپلو شاګردانو د پاره خير غواړي * چې د کوم طالبِ علم ذهن کمزورے وي * پۀ زدکړه کښي کمزورے وي، د هغۀ د کاميابۍ د پاره دعاګانې کوي، * داسې اُستاذان هم دي، کومو ته چې د خپل ټول کلاس د شاګردانو نومونه زباني ياد دي او هغوئي د نومونو اخستو سره د الله پاک پۀ بارګاه کښې د هغوئي د پاره دعاګانې کوي * طالبِ علمان د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ ذريعه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غلامان جوړوي * طالب علمانو له ترغيب ورکوي او د 12 ديني کارونو پۀ ذريعه د اُمَّت د اِصلاح پۀ عظيم کار يـې لګوي، الله پاک دې د دې اُستاذانو صاحبانو د خپلو شاګردانو


 

 



[1]... الفتح الربانی، المجلس الثالث والخمسون، صفحہ:202۔