Muallim e Kainat

Book Name:Muallim e Kainat

او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                      جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د جامو سُنَّت او اداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک: (1): څوک چې جامې واغوندي او دا ولولي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْ کَسَانِیْ ہٰذَا، وَرَزَقَنِیْہِ مِنْ غَیْرِ حَوْلٍ مِّنِّیْ وَلَا قُوَّۃٍ، نو د هغۀ مخکښيني او وروستني ټول ګناهونه به معاف شي۔ ([2]) (2): څوک چې د وَس لرلو باوجود ښکلې جامې اغوستل د عاجزۍ پۀ طور پريږدي، الله پاک به هغۀ ته د کرامت خُلّه (يعنې جنَّتي جامې) ورواغوندي۔ ([3])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * د دواړو جهانو د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جامې مبارکې به اکثر سپينې وې  * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د ټولو نه ښې جامې هغه دي کومې چې تۀ واغوندې او د خدائے زيارت پۀ قبرونو او جوماتونو کښې وکړې، هغه سپينې دي يعنې پۀ سپينو جامو کښې نـمونځ کول او مړو له کفن ورکول ښه دي * اِمامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې خپلې جامې صفا وساتي د هغۀ غمونه به کم شي او څوک چې خوشبوئي ولګوي د هغۀ عقل به زيات شي  * چې جامې پۀ حلاله ګټه اخستے شوې وي او کومې جامې چې پۀ حرامه ګټه حاصلې کړے شوې وي، پۀ هغې کښې فرض او نفل


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... شعب الایمان، جلد:5، صفحہ:181، حدیث:6285۔

[3]... ابو داؤد،  کتاب الادب، صفحہ:753، حدیث:4778۔