Book Name:Muallim e Kainat
نـمونځ کښې خبرې نه کوي، پۀ نـمونځ کښي خو د الله پاک تسبيح کولے شي، تکبير وئيلے شي او د قرآن تِلاوت کولے شي۔ ([1])
نرمیِ خوئے لِینَتْ پہ دائم درود گرمیِ شانِ سَطْوَت پہ لاکھوں سلام([2])
وضاحت: د الله پاک د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو غلامانو باندي د نرمۍ کولو والا لطيف او پاک عادت باندې دې هميشه رحمتونه نازل شي او د هغوئي د رعب او دبدبې پۀ شان او شوکت باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زما د محبوب آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې پۀ پوهه کولو کښې د نرمۍ نه کار اخستل د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت مبارک دي ۔
افسوس چې دلته دا سُنَّت مبارک پريښودلےشوے دے۔ عموماً دلته دا ګيله کيږي چې څوک زمونږ خبره نه اوري خو پۀ دې خبره باندې ډير کم خلق غور کوي چې زمونږ د پوهه کولو انداز څنګه وي۔ * که وړوکے ماشوم غلطي وکړي نو خلق هغۀ ته ردې بدې شروع کړي * د 8 يا 10 کالو ماشومان بعضې وخت جوماتونو ته راځي، شرارت هم کوي، داسې هم ليدلے کيږي چې خلق پۀ غصه کښې د دوئي نه څپيړه هم اوباسي، بيا د دې نتيجه څۀ وي؟ د بعضو خو زړۀ مات شي او هغوئي بيا ټول عمر جومات ته نه راځي * داسې پۀ کورونو کښي هم د پوهه کولو انداز سخت وي * د مور مينه پۀ ټوله دُنيا کښې مشهوره ده خو بعضې مئيندې هم ماشومان پۀ سختۍ سره پوهه کوي * دلته د نورو پۀ مخکښې د پوهه کولو رواج عام دے، چې د کشر ورور نه غلطي وشي، د ځوي نه غلطي وشي، د کور د يو بَل کَس نه