Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

ميلاؤيږي، دا هم د اهل صُفَّه په صف کښې شامل دي۔ لکه څنګه چې الله پاک په خاص طور د اهل صُفَّه د مالي خِدمت حکم کړے دے، هُم دغه شان  ددي  وخت عاشقانِ رسول څوک چې پۀ عِلمِ دِين حاصلولو کښې مصروف دي، د هغوئي مالي خِدمت هم ضروري دے د پاره د دې چې دوئي ښه د زړۀ د اِخلاصه د دِين پۀ خِدمت کښې مصروف پاتې شي۔

پۀ خوب کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار سعادت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کوم خلق چې د دِينِ اِسلام پۀ خدمت کښې مصروف دي، د هغوئي د مالي خِدمت کولو يو فضيلت دا هم دے چې څوک دا سعادت حاصلوي، د هغۀ نه محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاليږي۔ مونږه واقعه واوريدله چې بنده مسلمان نه وو، هغۀ د عِلمِ دِين د طالبِ علمانو مالي خِدمت وکړو، د دې پۀ برکت هغۀ او د هغۀ د کور 17 کسانو ته پۀ خوب کښې محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل ديدار هم عطا کړو او کلمه يـې ورته وه وئيله او د خپل رحمت پۀ لمنه کښې يـې ځائے هم ورکړو۔

سُبْحٰنَ اللہ! چې مونږه هم دا سعادت حاصل کړو، د هغوئي کرم څۀ لرې نه دے، څۀ پته لګي چې زمونږه هم بخت رابيدار شي، چې کله مونږه اوده شو، د سر سترګې مو پټې شي او د زړۀ سترګې مو وغړيږي، څۀ پته لګي! زمونږه هم پۀ خوب کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار سعادت نصيب شي۔

پۀ محمودِ غزنوي باندې کرم وشو

پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: سلطان محمودِ غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د خپل وخت ډير لوئي سلطان او عاشقِ رسول تير شوے دے۔ هغوئي د درې خبرو معلومولو پۀ کوشش