Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat
وارثُ النَّبـي، عطائے رسول د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشهور القاب دي.[1] ”خواجه“ د فارسئ ژبې لفظ دے، د دې معنٰى ده: سردار، آقا.[2]
خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نَجِيْبُ الطَّرْفَيْن دے يعني د مور و پلار دواړو له طرفه سَيِّد زاده دے، په دولسو واسطو سره د هغوئي سلسلۀ نَسَب د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ ته رسي.[3]
چراغِ انجمنِ اَوْلیا غریب نواز امینِ سَطْوَتِ خیبر کُشَا غریب نواز
گُلِ حدیقۂ حسنین، نورِ چَشْمِ علی فدائے سیرتِ خیر الوریٰ غریب نواز
وضاحت: اے خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! تاسو د اوليائے كرامو د محفل رنړا ئې، تاسو د خيبر فتح كوونكي جليلُ القدر صحابي حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ د بهادرئ اَمين ئې، تاسو د اِمام حَسَن و حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُما د باغ ګل ئې او د حضرت علـي رَضِیَ الله عَنْهُ د سترګو ستورے ئې او د خوږ آقا مُحَمَّد مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو شيدائي ئې.
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دُنياوي عُمر څلور كم سل كاله وو، په شپږم رَجَبُ الْمُرَجَّب 633 هجرئ د ګل په ورځ، د سحر په وخت ئې مُريدان په اِنتِظار وو چې پير و مُرشِد به تشريف راوړي او د سحر د لمَانځه اِمامتي به كوي خو حُضُور خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه رانغلو او نه راتللو، د ډير وخت تيريدلو نه پس چې د حُجرے دروازه بيرته كړے شوه نو د غمونو يو سيلاب راغے ځکه چې حُضُور خواجۀ خواجګان، سُلطانُ الهِند، خواجه غريبِ نواز، مُعِينُ الدِّين حَسَن چشتي، اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شوے وو، ليدونكو دا د اِيمان نه ډكه نظاره اوليدله چې د خواجه صاحب