Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

حِجابِ عظمَت پورې. اوئې فرمائيل: سترګې پټې كړه. ما سترګې پټې كړي، اوئې فرمائيل: [سترګې] بيرته كړه! ما سترګې بيرته كړې، پيرومُرشد راته بيا اوفرمائيل چې زما ګوتې ته اوګوره، ما چې [د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګوتې مبارکې ته] اوكتل نو اَتَلَّس زره عالَمَه مې اوليدل.

   بيا د پيرومُرشد خواجه عُثمان هَاروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  خوا ته نِزدے يوه خښته پرته وه، ماته ئې د هغې د اوچتولو حكم اوكړو، ما چې خښته اوچته كړه نو د هغې لاندې د اشرفو (يعني سرو زرو د سِكّو) ډيرے پروت وو، پيرومُرشد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راته اوفرمائيل: دا يوسه او په فقيرانو ئې تقسيم كړه. چنانچه ما هغه اشرفئ په غريبانو تقسيم كړې.[1]

    اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! دا د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خپل پير صاحب سره يو ملاقات وو او په دې يو ملاقات كښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اَتَلَّس زره عالَمَه اوښودلے شُو نو د هغې نه پس چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  څومره عبادتونه كړي دي او د پيرو مُرشد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د صُحبت نه ئې مسلسل فيض حاصلولو نو په هغې كښې خو معلومه نه ده چې كومې كومې درَجے به ورته نصيب شوي وي.

آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته د سلام جواب ارشاد اوفرمائيلو

    خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خپل پير و مُرشِد د عنايتونو نور ذِكر كوي، فرمائي: يو ځل راته د خپل پيرو مُرشِد سره خانۀ كعبه كښې د حاضرئ سعادت نصيب شو، پير و مُرشِد د لاسه اونيولم او الله پاك ته ئې اوسپارلم. بيا د ميزابِ رحمت  لاندې اودريدلو او زما په حق كښې ئې په ډيره عاجزئ او په ژړا ژړا دُعاګانې اوكړې، د غيب نه آواز راغلو: مونږه  مُعِينُ الدِّين قبول كړو.[2]


 

 



[1]...هند کے راجہ، صفحہ:71۔

[2]...هند کے راجہ، صفحہ:72۔