Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

الله پاك ستا سره محبت كوي...!

په حديثِ پاك كښې دي: د الله پاك خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: يو كس وو هغه د خپل ديني ورور د مُلاقات د پاره روان شو، الله پاك د هغه په لاره كښې يوه فرښته (په انساني شكل كښې) كښينوله. چې كله هغه د فرښتے په خوا تيريدلو نو فرښتے هغه اُودرولو او تپوس ئې ترينه اوكړو: د کوم ځائے اِراده لرې؟ هغه اووئيل: زه  د خپل ديني ورور د مُلاقات د پاره روان يم. فرښتے ترينه تپوس اوكړو: آيا ستا د هغه سره څه كار دے؟ هغه اووئيل: نه، هيڅ كار مې ورسره نشته. فرښتے ترينه بيا تپوس اوكړو: آيا هغه ستا خپلوان دے؟ جواب ئې وركړو: نه، فرښتے ترينه دريم ځل تپوس اوكړو: آيا هغه په تا څه احسان كړے دے؟ هغه كس جواب وركړو: نه، څه احسان ئې هُم راباندې نه دے کړے. تپوس ئې ترينه اوكړو: بيا د هغه د ملاقات د پاره ولے ځے؟ خوش نصيبه كس اووئيل: زه هغه سره د الله پاك [د رِضا] د پاره محبت كووم، دا ئې چې واوريدل نو فرښتے اووئيل: بيشكه زه د الله پاك راليږلے شوي فرښته يم، زه تا ته د دې وئيلو د پاره راغلے يم چې ته د خپل دِيني ورور سره د الله پاك د رِضا د پاره محبت كوې، د دې محبت له بركته الله پاك هم ستا سره محبت كوي.[1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا د الله پاك د پاره د محبت ساتلو بركت دے!! تاسو اندازه اولګوئ! په دُنيا كښې چې څومره عاشقانِ اولياء دي، د


 

 



[1]...مسلم، کتاب البر والصلۃ، باب:فی فضل الحب فی اللہ، صفحہ:996، حدیث:2567۔