Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat
نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په كراماتو باندې ئې باقاعده يوه رساله هم ليكلي ده چې د هغې نوم خوفناك جادوګر دے. اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هر كال د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عرس مبارك په موقع د خواجه صاحب د شپږمې شريفې په نِسبَت د شپږو مَدَني مُذاكرو اِهتِمام كوي، په دې مَدَني مُذَاكرو كښې وقتاً فوقتاً د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره سره د نورو اوليائے كرامو ذِكرِ خير هم كوي او د دې سره سره عاشقانِ اولياء ته د نيكئ د دعوت مدني ګلونه هم بيانوي.
خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د مينې محبت يو منفرد انداز دا هم دے چې هغوئي د مَدَني مُذاكرے نه مخكښې د جُلوسِ خواجه اِهتمام كوي، په هغې كښې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان كښې نعرے هم لګولے كيږي او منقبت هم وئيلے كيږي، الله پاك دِ د هغوئي محبتونه سلامت لري، او الله پاک دِ د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بركت اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ته د خير و عافيت سره ډير عمر وركړي او د اوليائے كرامو د محبت دا فيضان دِ جاري اوساتي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تَعارُف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپږمې صدئ هجرئ د اوچتې مرتبے ولـئ كامِل دے، هغوئي په 537 هجرئ كښې د سجستان په علاقه سَنجَر كښې پيدا شوے وو، په دې نِسبَت سره هغوئي ته سنجَري هم وائي. د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم مبارك حَسَن دے او مُعِينُ الدِّين، غريبِ نواز، سُلطانُ الهِند،