Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

بيا ئې هم په زړه كښې محبت موجود وي، که بيدار وي، که خوراك څښاك كوي، که ولاړ وي، که ناست وي، که روان وي، خو هر ساعت، څنګه چې ساه روانه وي هُم دغه شان ئې په زړه کښې محبت موجود اوسي. نو د نيكو خلقو سره محبت كول مستقل يوه نيكي ده، كوم خوش نصيبه ته چې دا محبت حاصل دے، الله دِ نكړي! الله دِ نكړي! كه هغه چرته د شيطان په دوكه كښې راشي او ګناه ترينه اوشي، الله پاك دِ مونږه د ګناهونو نه اوساتي، آمين، نو بيا هم د هغه په زړه كښې د نيكو خلقو محبت موجود وي، كه الله پاك اوغواړي نو د اوليائے كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم د محبت له بركته به د هغه ګناهونه مُعاف كړي.

دوه فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

    (1) د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې الله پاك فرمائي: د هغه خلقو د پاره زما محبت لازم شو كوم چې زما د رِضا د پاره په خپل مينځ كښې محبت كوي.[1] (2) خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د الله پاك د رِضا د پاره په خپل مينځ كښې محبت كوونكي به په ورځ د قيامت د سرو ياقوتو په ستنو باندې وي، په ستنو د پاسه به اويا زره كوټے وي. کله چې په هغې کښې څوك لاندې ګوري نو د هغه ښائست به د جنتيانو كورونه ډك كړي څنګه چې د لمَر رنړا د دُنيا والؤ كورونه ډكوي، جَنَّتيان به وائي: راځئ چې د رِضائے اِلٰهي د پاره په خپل مينځ كښې د محبت كوونكو ديدار له لاړ شو. پس جَنَّتيان (به هلته راځي او) د هغوئي مخونه به داسې ځليدونكي اوويني لكه د څوارلسمې سپوږمئ چې ځليږي، هغوئي (يعني د الله پاك د رِضا د پاره يو بل سره محبت كوونكو) به شنې جامے اغوستي وي، د هغوئي په تَندو به ليكلي شوي وي: ھٰؤُلَآ ءِالْمُتَحَـابُّــوْنَ فِـی الـلّٰـہِ دا هغه خلق دي چې د الله پاك د رِضا د پاره به ئې په خپل مينځ كښې محبت كولو.[2]


 

 



[1]...مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الجنۃ، جلد:8، صفحہ:88، حدیث:147۔

[2]...مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الجنۃ، جلد:8، صفحہ:88، حدیث:148۔