Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

په خواجه صاحب باندې د پيرِ كامِل مهربانئ

   خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: زه په بَغداد شريف كښې د خواجه جُنيد په جمات كښې د خپل پيرومُرشِد خواجه عُثمان هاروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خدمت كښې حاضر شوم، هغه وخت د ټولې دُنيا لوئ لوئ مشائخ كرام د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خدمت كښې حاضر وو، ما د خپل پيرِ كامِل ادب اوكړو! پير صاحب راته اوفرمائيل: دوه ركعته لمُونځ ادا كړه! ما لمُونځ ادا كړو. بيا ئې اوفرمائيل: مخ په قبله كښينه! زه كښيناستم، حكم ئې اوکړو: د سُورَۀ بَقَرَه تلاوت اوكړه! ما د سُورَۀ بَقَرَه تلاوت شروع كړو، چې فارغه شوم نو حكم ئې اوفرمائيلو: 21 ځله دُرُودِ پاك اولوله! ما دُرُودِ پاك اولوستل. بيا ئې اوفرمائيل: دلته زمونږه په خوا کښې يوه ورځ او شپه مجاهده وي، لِهٰذا يوه ورځ او شپه په عبادت كښې مشغول اوسه! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: ما يوه ورځ او شپه په عبادت كښې تيره كړه، په صبا ورځ زه د پيرومُرشِد په خدمت كښې حاضر شوم نو اوئې فرمائيل: آسمان طرف ته اوګوره! ما آسمان طرف ته اوكتل، اوئې فرمائيل: د كوم ځائے پورې درته ښکاري؟ ما عرض اوكړو: عرشِ اعظم پورې. پير ومُرشِد اوفرمائيل: زمكې طرف ته اوګوره! ما زمكې طرف ته اوكتل، نو تپوس ئې رانه اوكړو: د كوم ځائے پورې وينې؟ ما عرض اوكړو: تَحتَ الثَّرٰى (يعني د زمكے د ټولې لاندينئ حِصّے) پورې. حكم ئې اوکړو: زر ځله سورۀ اِخلاص اولوله! ما سورۀ اِخلاص لوستل شروع كړل، چې فارغه شوم نو اوئې فرمائيل: اوس آسمان طرف ته اوګوره! ما آسمان طرف ته اوكتل، نو تپوس ئې رانه اوكړو: اوس درته كوم ځائے پورې ښکاري؟ ما عرض اوكړو: