Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

خواجګان، خواجه غريبِ نواز، حضرت حَسَن سنجري چشتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عُرس مُبارك په سلسله كښې حاضر يُو، يقيناً دا د الله پاك ډير لوئ كرم دے چې هغه مونږه ګنهګاران د خپلو محبوبو بندګانو د ذِكر د پاره راجمع كړي يُو، او د اوليائے كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم عقيدت او مَحَبَّت ئې را نصيب كړے دے.    

د نيكو خلقو سره مَحَبَّت كول افضله نيكي ده

   بيشكه د الله پاك د نيكو بندګانو مَحَبَّت نه ختميدونكے دولت او ډير لوئ سعادت دے. يو ځل الله پاك  حضرت مُوسٰى عَلَيْهِ السَّلام ته وحي اوفرمائيله: اے مُوسٰى! آيا تا كله زما د پاره څه عمل كړے دے؟ عرض ئې اوكړو: يـا الله پاكه! زه لمُونځ كووم ستا د پاره، روژه نيسم ستا د پاره، صدقه او خيرات كووم ستا د پاره، دا ټولې نيكئ صرف ستا د پاره كووم. الله پاك اوفرمائيل: ته لمُونځ كوې، دا به په ورځ د قيامت ستا د پاره دليل وي، روژے نيسې، په ورځ د قيامت به دا ستا د پاره ډال وي، ته صدقه كوې، دا به په ورځ د قيامت ستا د پاره سورے وي. اے موسٰى! دا ټول خو ستا د پاره شو، زما د پاره دِ څه كړى دي؟ حضرت مُوسٰى عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: اے پروردګاره! ته پخپله اوفرمايه! هغه كوم عمل دے چې صرف ستا د پاره وي؟ الله پاک ارشاد اوفرمائيلو: اے مُوسٰى! آيا تا كله زما د پاره د چا سره محبت كړے دے؟ هغه وخت حضرت مُوسٰى عَلَيْهِ السَّلام پوهه شو چې د الله پاك د رِضا د پاره د نورو سره محبت كول افضل ترين عمل دے.[1]

   سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! معلومه شوه چې د الله پاك د رِضا د پاره د خلقو سره محبت كول د ټولو نه افضله نيكي ده، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مونږ د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت کوو، مونږ د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت کوو، داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت کوو،


 

 



[1]...احیاءُالعلوم مُتَرْجَم، جلد:2، صفحہ:580۔