Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

د لمَانځه مُتَعَلِّق درسِ خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 

      خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په 5 رَجَبُ الْمُرَجَّب 514هجري زه د خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاه كښې حاضر شوم. هغه وخت شیخ شَهَابُ الدِّین سُهُروَردي، شیخ داوٗد کرمانی، شیخ بُرهَانُ الدِّین محمد چشتی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم  او يو څو نور مشائخ موجود وو، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د لمَانځه مُتَعَلِّق درس وركولو، اوئې فرمائيل: لمُونځ د مُومِن معراج دے، لمُونځ د ټولو عبادتونو نه زيات اهم عبادت دے، الله پاك سره ملاقات د لمَانځه نه شروع كيږي، لمُونځ يو راز دے كوم چې بنده د خپل ربِّ كريم په بارګاه كښې بيانوي. حديثِ پاك كښې دي: اَلْمُصَلِّی یُنَاجِی رَبَّہٗ[1]لمُونځ كوونكے د خپل ربّ سره د راز خبرې كوي.[2]

خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوداسه سُنَّتونه بيان كړل

    اے عاشِقانِ رسول! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به سُنَّتونه هُم بيانول، چنانچه يوه ورځ خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او نور خلق د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خدمت كښې حاضر وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوداسه د يو څو سُنَّتونو مُتَعَلِّق درس وركولو، اوئې فرمائيل: د اوداسه په وخت كښې د ګوتو خلال كول سُنَّت دي. يو ځل زه د شيخ اَجَل شيرازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ووم، د ماښام د لمَانځه وخت شو، شيخ اجل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به تازه اودس كولو، اِتِّفاقاً هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د ګوتو خلال كول هير شو، هغه وخت غيبي فرښتے آواز اوكړو: اے اَجَل! ته زمونږ د خوږ نبـي مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د محبت دعوٰى كوې، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتي ئې او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت پريږدې؟ شيخ اَجَل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه وخت قَسَم اوكړو چې بيا به تر مرګه پورې يو سُنَّت هُم نه پريږدم. بيا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم داسې اوكړل.


 

 



[1]...مسند بزار، جلد:12، صفحہ:304، حدیث:6148۔

[2]...دلیل العارفین، صفحہ:5۔