Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

كښې يو سُنَّت پاتې شوے وو نو هغوئي لمُونځ بيا اوكړو، دا د هغوئي تقوٰى وه، ګنې که د اوداسه سُنَّت پاتې شي نو اګرچې په سُنَّت باندې د عمل ثواب به نه ميلاويږي، خو لمُونځ به اوشي، د بيا كولو حاجت نشته. 

د اِشراق د لـمانځه مُتَعَلِّق درسِ خواجه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه

     يوه ورځ خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په درس کښې اوفرمائيل: د الله پاك سره د محبت كوونكو طريقه ده چې د سحر لمُونځ ادا كولو نه پس د لمَر راختلو پورې د لمَانځه په ځائے ناست اوسي، د هغوئي مقصد دا وي چې د الله پاك په بارګاه كښې مقبول شي او هر وخت پرې د الله پاک انوار راوريږي، داسې سړے چې كله د سحر لمُونځ ادا كړي او د خپل لمَانځه په ځائے ناست اوسي نو فرښتے ته حكم اوشي چې تر څو پورې دا پا نه څى، تر هغه وخته پورې د هغه خوا ته لاړ شه او د هغه بخښنه غواړه.

     بيا خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د دې په باره كښې يوه واقعه بيان كړه چې يو د كفنونو غل د څلويښتو كالو پورې كفنونه غلا كول، آخر چې كله وفات شو نو چا په خوب كښې اوليدو چې په جَنَّت كښې ګرځي، خوب ليدونكي ترينه د دې سبب پوښتنه اوكړه نو هغه اووئيل: زما يو عادت وو چې كله به ما د سحر لمُونځ ادا كړو نو د لمَر راختو پورې به د الله په ياد كښې مشغول اوسيدم، بيا به مې د اشراق لمُونځ ادا كولو. الله پاك ډير بخښونكے دے، چنانچه الله پاك زما دا عمل قبول كړو او زه ئې اوبخښلم. [1]

    اے عاشِقانِ رسول! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به څومره په ښكلي انداز كښې


 

 



[1]...دلیل العارفین، صفحہ:8۔