Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

اَعلٰـى حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت کوو، د الله پاك په فضل و كرم مونږ  ټولو اوليائے كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم او خپل پيرومُرشِد سره هم محبت کوو، ښكاره خبره ده چې دا محبت د چا د پاره دے؟ د الله پاك د رضا د پاره دے، ځكه دے چې دا ټول د الله پاك نيك بندګان دي او د الله پاك او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبردار دي، الله پاك هغوئي ته عِزَّت وركړے دے، الله پاك د هغوئى مقام اوچت كړے دے، ځكه مونږه د دې بُزُرګانِ دين سره محبت كوو او مونږه د الله پاك د رحمت نه پوخ  اُمِّيد لرو چې د اوليائے كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم دا محبت به زمونږه د بخښنې ذريعه هم جوړ شي او جنت ته به زمونږ د داخليدو سبب هم جوړ شي.

د اِبنِ سَمَّاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُنفرده دُعا

   حضرت اِبنِ سَمَّاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بُزُرګ تير شوے دے، اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله د حضرت اِبنِ سَمَّاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه آخري وخت راغے نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړه: يا الله پاكه! تا ته معلوم دي! چې كله به ما ګناه كوله، هغه وخت به هم زما په زړه كښې ستا د نيكو بندګانو محبت موجود وو، اے الله پاكه! د دې محبت په بركت ما ته خپل قُرب را نصيب كړې.[1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! څومره عجيبه دُعا ده! زمونږه نيك ګمان دے چې حضرت اِبنِ سَمَّاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ګناه نه كوله، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو نيك بُزُرګ وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عاجزئ په طور د ګناه ذِكر كړے دے. البته ګناه كول يو عمل دے او د عمل يو محدود [يعني مقرره] وخت وي، او محبت عمل نه دے بلكه يو وَصف دے او د وَصف محدود وخت نه وي، كوم خوش نصيبه ته چې د نيكو خلقو محبت نصيب شي، هغه كه اوده وي نو


 

 



[1]...احیاءُالعلوم مترجم، جلد:2، صفحہ:579۔