Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

هغوئي نه تپوس اوكړئ چې تاسو د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس ولے كوئ؟ تاسو د داتا ګنج بخش علـي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت ولے كوئ؟ تاسو د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تذکره ولے كوئ؟ تاسو د فيضانِ اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نعرے ولے لګوئ؟ اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!هر عاشِق رسول او هر عاشقِ اولياء به دا وائي چې زما د دې نيكو خلقو سره د الله د رِضا د پاره محبت دے، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!كه الله پاك اوغواړي نو د دې نيكو خلقو د محبت له بركته به مونږه هم په دوئي پسے شا ته شا ته جنت ته داخل شو. په حديثِ پاك كښې دي: اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ اَحَبَّ (يعني) سړے به (د قيامت په ورځ) د هغه چا سره وي د چا سره چې محبت كوي.[1]

      الله پاک دِ اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ تَـعَالٰی سره زمونږه محبتونه هميشه سلامت لري بلکه الله پاک دِ دا محبتونه نور مضبوط کړي. الله پاک دِ مونږه د مرګ د ساعته پورې د ټولو صحابۀ كرامو و اهلبيتِ عظامو رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم او ټولو اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ تَـعَالٰی با ادبه او باوفا لري. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د اَمِيرِ اهلِسُنَّت د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبَّت

   اے عاشِقانِ اولياء! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، بانـئ دعوتِ اسلامي، ابو بلال حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  د ټولو صحابۀ كرامو، اهلِ بيتِ كرامو او اوليائے كرامو سره ډير محبت او عقيدت لري. د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  سره هم د هغوئي مينه محبت ډىر زيات دے. اَمِيرِ اهلِسُنَّت د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  سره ډيره مينه كوي، هغوئي په خپل نعتيه كتاب وَسائِلِ بخشش كښې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  درې منقبتونه ليكلي دي او د خواجه غريبِ


 

 



[1]...مسلم، کتاب البر والصلۃ، باب:المرء مع من احب، صفحہ:1018، حدیث:2640۔