Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

ته نِزدې يو پارك ته تلم او د خپل ځان په شان نورو سپين ګيرو سره به مې ګپ شپ لګولو، چې كله به اذان اوشو نو هغوئي سره به جمات ته لاړم، خو د علمِ دين د كمي په وجه په عبادت كښې د حقيقي خوند نه محرومه ووم، يوه ورځ چې زه جمات ته لاړم نو د لمَانځه نه پس يو مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي د فيضانِ سُنَّت درس شروع كړو، هغه اسلامي ورور به مخكښې هم درس وركولو، خو نن معلومه نه وه چې هغه ما ته مُتَوَجِّه شو، زه هم په درس كښې شريك شوم، د درس نه پس يو اسلامي ورور په ډيره مينه ما ته د پينځه وخته لمُونځونو د پابندئ ترغيب راكړو، د هغه اسلامي ورور د محبت نه ډكو الفاظو زما په زړه ډير اثر اوكړو، د هغې نه پس لکه چې زما په ژوند كښې سپرلے راغلو، د اسلامي ورونړو د صُحبَت دا اثر اوشو چې زه پينځه وخته د لمَانځه پابند جوړ شوم او په ديني رنګ كښې رنګ شوم، د سُنَّت مطابق ګيره مې پريښوده او د عِمامے تاج مې په سر کړو، د علمِ دين زده كولو د پاره عاشقانِ رسول سره د مدني قافلو مُسافِر جوړ شوم. دا ټول د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول بركت دے چې زما په زړه کښې د نيكو سره محبت او ګناهونو نه د نفرت لويه جذبه پيدا شوه.

د ايپلي كيشن تعارُف

    اے عاشِقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د عاشقانِ رسول دِيني تحريك دعوتِ اسلامي د سوشل ميډيا په دې دور كښې جديد ذرائع اختياروي او د هرې شُعبے او هرې طبقے په خلقو كښې د نيكئ دعوت عام كولو سره سره په مختلف انداز كښې د دې اُمَّت په خير خواهئ كښې هم مصروفِ عمل دے. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ  آئى. ټـى ډيپارټمنټ په خپل كوشش د آن لائن روحاني علاج اينډ استِخاره په نوم يو اَيپ جوړ كړے دے، په دې اَيپ كښې په مختلفو موضوعاتو باندې ډير روحاني علاجونه ښودلے شوي دي مثلاً *د اِيمان د حفاظت د پاره كومه وظيفه لوستل پكار دي * د غُربت نه څنګه خلاصے