Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په نوراني تَندي [قدرتي طور] ليكلي شوي وو: حَبِیْبُ اللّٰہِ مَاتَ فِی حُبِّ اللّٰہِ  د الله محبوب، د الله پاك په محبت كښې وفات شو. د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مزار مبارك د هندوستان په مشهور ښار اجمير، صوبه راجِستهان شمالي هِند كښې دے. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ دين سره محبت

     خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به د علمِ دين سره ډيره مينه لرله، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارك چې کله پينځلَّس كاله شو نو والدِ محترم ئې وفات شو، په ميراث كښې ورته يو باغ او يوه جرنده (يعني د اوبو په ذريعه چليدونكے د وړو ميده کولو مشين) پاتې شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باغ او هغه جرنده خرڅه كړه او باقي نور څه سامان وو، هغه ئې هم خرڅ كړو، د هغې قيمت ئې په فقيرانو، مسكينانو باندې صدقه كړو او د عِلمِ دِين د لارې مُسافِر جوړ شو. اَوَّل سمرقند ته لاړلو، هلته ئې قُرآنِ كريم حفظ كړو[2] او د مولانا شَرفُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه ئې عِلمِ دِين حاصل كړو، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  چې څنګه څنګه علم حاصلولو، د علم شوق به ئې نور زياتيدلو، بيا هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سمرقند نه بُخارا ته تشريف يوړلو او د هغه ځائے مشهور عالِمِ دين شيخ حُسَّامُ الدِّىن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګردي ئې اختيار كړه، تقريباً د پينځَو كالو په مختصره موده كښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه وخت رائجو علومو نه فراغت حاصل کړو، د ظاهري علومو زده كولو نه پس باطِني علومو طرف ته مُتَوَجِّه شو او د حضرت خواجه عُثمان هاروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس ئې بيعت اوكړو او تقريباً شلو كالو پورې د پير صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خدمت كښې حاضر اوسيدلو او د معرفت منزلونه ئې طے كول. [3]


 

 



[1]...فیضان خواجہ غریب نواز، 25-26۔

[2]...اقتباس الانوار، صفحہ:347ملتقطاً۔

[3]...مرآۃ الاسرار، صفحہ:594خلاصۃً۔