Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

حديثونه او واقعات بيانول او سُنَّتونه او آداب به ئې ښودل. الله پاك دِ مونږ ته د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په ارشاداتو باندې د عمل كولو توفيق راكړي او كاش چې مونږ ته هم د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فيضان رانصيب شي او مونږه هم باعمله مُبَلِّغ جوړ شو. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  حالاتو او واقعاتو باندې ځان پوهه كولو د پاره د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   رساله ”خوفناك جادوګر“ او د مكتبةُ المَدينه رساله ”فيضانِ خواجه غريبِ نواز هديةً واخلئ، او اولولئ ئې او د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د سيرتِ پاك نه برکتونه حاصله كړئ. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل كولو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”جُمات درس“

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا كښې د سُنَّتو پيغام عام كولو كښې مصروف دے، تاسو هم د عاشقانِ انبياء و اولياء ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې شامل اوسئ او د خپلو مصروفياتو نه وخت اوباسئ او د ذِيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. او خپل قبر و آخرت ښائسته كړئ. د ذيلي حلقے 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”جُمات درس“ هم دے.

د نيكو سره مينه او د ګناهونو نه نفرت رانصيب شو

          د كراچئ د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې: زه په يوه كمپنئ كښې د ډرائيور په طور نوكر ووم، د ريټائر كيدلو نه پس به د وخت پاس کولو د پاره د كور خوا