Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

د ټولو نه ښه خبره

    په سيپاۀ 24، سُورۀ حٰـم السجدة، آيت: 33 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ مَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَى اللّٰهِ وَ عَمِلَ صَالِحًا   (پارہ24،سورۂ حٰم السجدۃ:33)   

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او د هغه نه زياته د چا وينا ښه ده څوک چې الله طرف ته رابلل کوي او نيكي كوي.

     د يو قول مطابق په دې آيتِ كريمه كښې بيان شوي دي چې هر هغه مسلمان كوم چې نيك عمل كوي او نورو ته د نيكئ دعوت وركوي، د هغه خبره د ټولو نه ښه ده.    

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! مشهور مُفسّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې آيتِ كريمه نه معلومه شوه چې ربّ تعالٰى ته د هغه کس وينا ډيره خوښه ده څوک چې دعوتِ خير (يعني د نيكئ دعوت) وركوي، اګرچې د هغه آواز پيړ او خبرې معمولي (يعني ساده ساده) وي.[1] الله پاك دِ مونږ ته د نيكئ دعوت عام كول رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به درس وركولو

    اے عاشِقانِ رسول! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به د خپلو مريدانو تربيت هم كولو او درس و بيان به ئې هم كولو. د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مُريدِ كامِل خواجه بختيار كاكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو درسونه جمع كړي دي:


 

 



[1]...تفسیر نور العرفان، پارہ 24، سورۂ حٰم السجدۃ، زیر آیت:33، صفحہ:576و843۔