Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

ميلاؤ شو چې اے مُعِيْنُ الدِّيْن! ته زمونږه د دِين مُعِين (يعني مددګار) ئې، مونږه تا ته د هندوستان ولايت عطا كړو، اجمير ته لاړ شه! ستا د وُجود په ذريعه به [د هغه علاقے نه] بے ديني لرې شي او د اسلام په رنړا كښې به اِضافه اوشي.[1]

    چنانچه خواجۀ اجمير، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  اجمير ته تشريف راوړلو او د دِينِ اسلام تبليغ ئې شروع كړو، د هغوئي د مسلسل كوششونو په وجه ګنړ شمير خلقو اسلام قبول كړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په لاس 90 لاك كافِرانو كلمه اولوستله او مسلمانان شو.

د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اندازِ تبليغ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيشكه خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  باكرامته ولي دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كرامتونو په ليدلو ډير غيرمسلمه مسلمانان شو، د دې سره سره په هندوستان كښې د اِسلام نُور خوريدلو كښې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د نرمئ، رحمدلئ او د ښو اخلاقو هم لوئ كردار دے. خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  چې اوَّل هندوستان ته تشريف راوړلو نو هغه وخت د دې علاقے كافِر بادشاه مَعاذَ الله! هغوئي ته د تكليف وركولو ډير كوششونه اوكړل، د دِين د تبليغ په لاره كښې ئې ورته مشكلات پيدا كړل، كله به ئې د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د پاره اوبه بندې كړې او كله به ئې هندوستان نه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ويستلو كوششونه کول، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به چې په كوم ځائے كښيناستلو د هغه ځائے نه ئې هُم پاڅولي وو، خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هِمَّت اونه بيلو، په ثابت قدمئ، ښو اخلاقو، نرمئ او حكمتِ عملئ سره ئې د دِين تبليغ كولو، د منع کولو کوشش كوونكو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مقصد مخې ته


 

 



[1]...هند کے راجہ، صفحہ:75۔