Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

مسلسل ركاوټونه پيدا كول خو د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د ثابت قدمئ مخې ته يو ركاوټ هُم قائم پاتې نه شو او په هندوستان كښې د اسلام نُور خور شو.

حُسنِ اَخلاق ليدلو سره كافِر مسلمان شو

    يو ځل يو سړے د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: ما د يوے مودے نه ستاسو د ښپو مباركو ښكلولو خواهش لرلو، شكر دے چې نن د دې نِعمَت حاصلولو د پاره حاضر شوم.

    اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! د الله والؤ شان هم ډير اعلٰى وي، هغه سړے كافِر وو او مَعاذَ الله! د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د قتل كولو په اراده راغلے وو خو په ژبه ئې پستې خبرې کولې، خواجه صاحب خو خواجه صاحب دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغه خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: په كوم نِيَّت چې راغلے ئې هغه كار اوكړه! چې دا خبره ئې واوريدله نو هغه سړے په لړزان شو او په زمكه راغوزار شو، او په ډيره عاجزئ ئې عرض اوكړو: حُضُور! زما داسې هيڅ نِيَّت نه وو، زه فلاني سړي په دوكه راليږلے ووم، دا ئې اووئيل او په خپل تَرخ كښې پټ كړے خنجر ئې راويستلو او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مخې ته ئې كيښودو.

     د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  شان اوګورئ! هغوئي ورته اوفرمائيل: د چا نوم مه اخله! مه د چا راز ښكاره كوه...!

     سُبْحٰنَ الله! اوَّل خو هغه سړي د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  كرامت ليدلے وو، او بيا ئې د عيب پټولو شان هم اوليدلو، نو هغه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشق جوړ شو، خپل سر ئې د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په ښپو مبارکو كښې كيښودو او عرض ئې اوكړو: جناب! زه د سزا حقدار يم، ما ته سزا راكړئ! خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  اوفرمائيل: اے قدرمنده! زمونږه دا طريقه ده چې څوك زمونږ سره بد كوي، مونږه د هغه سره نيكي كوو. دا ئې