Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

د رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه مونږ ته رارسيدلي دي، اوس دا مونږه تا ته دركړل. دا [تَبَرُّكات] ځان سره داسې اوساته څنګه چې مونږه ځان سره ساتلي وو.

    د دې فرمائيلو نه پس پيرِ كامِل خپل مُريدِ كامِل خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  خپلې سينے ته راجوخت كړلو او په سر او سترګو ئې ښكل كړو او ورته ئې اوفرمائيل: زه تا الله پاک ته سپارم.[1]

خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په طور د مُبَلِّغِ اسلام

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  بيشميره صفات او كمالات دي، په هغې كښې ئې يو ښكاره صفت دا دے چې خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مُبَلِّغِ اسلام دے. علمائے كرام فرمائي: هندوستان هغه علاقه ده چرته چې يو نبـي هُم تشريف نه دے راوړے ځکه دلته كفر و شرك ډير زيات عام وو، خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتـي دے، د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  ته د هندوستان د اسلام د تبليغ ذِمه داري عطا كړه. چنانچه

د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هندوستان ته راتلل

    منقول دي چې کله خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خپل پير و مُرشِد خواجه عُثمان هاروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه رُخصَت واخستلو نو مدينے مُنَوَّرے ته حاضر شو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مبارك ښار كښې په عبادت و رياضت كښې مصروف شولو، يوه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د سَیِّدُ الْمُرْسَلِیْن، خَاتَمُ النَّبِیّيْنَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له طرفه دا زيرے


 

 



[1]...هند کے راجہ، صفحہ:72، -73۔