Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat
حاصليدے شي؟ * د مُصيبتونو نه حفاظت حاصلولو د پاره څه کول پکار دي؟ * د صالِح اولاد کيدلو د پاره څه لوستل پكار دي؟ * نارينه اولاد د پاره كومه وظيفه ده؟ * د زړه زنګ څنګه لرې كيدے شي؟ * اولاد فرمانبردار جوړولو د پاره كومه وظيفه ده؟ * هغه كومه وظيفه ده چې د جادو اثر ختموي وغيره، زر تر زره دا اَيپ په خپل موبائل كښې انسټال كړئ او ډير بركتونه حاصل كړئ.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([2])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د تيل لګولو او ګمنز كولو سنتونه او آداب
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) چې كله څوك په تاسو كښې تيل لګوي نو د وروزو نه دِ شروع اوكړي د دې سره د سر درد لرې كيږي.[3] (2) د چا چې ويښته وي هغه دِ د هغې احترام كوي.[4] يعني هغه دِ وينځي، تيل دِ پرې لګوي او ګمنز كوي دِ ئې.