Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

د بيان اوريدلو نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ظالم بادشاه توبه اوكړه...!

   حضرت عَلَّامه اَرشدُ القادري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لوئ عاشقِ رَسُول عالمِ دِين وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته نَبَّاضِ مِلّت (يعني د قوم رګ معلوموونكے) هم وائي، حضرت عَلَّامه اَرشدُ القادري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: يو بادشاه ډير ظالِم او بد مزاجه وو، د ښار نه بهَر د هغه يو ښكلےباغ وو، په هغې كښې د صفا سوتره اوبو تالاب وو. يو ځل خواجه غريبِ نواز، خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغې په خوا تيريدلو، خواجه غريبِ


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔