Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

    خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  نور فرمائي: د مكے مكرمے د بركتونو حاصلولو نه پس زما پيرو مُرشِد هغه نُوراني ښار طرف ته روان شولو كوم چې د ټول كائنات د عشق مركز دے يعني مونږه د مدينے مُنَوَّرے د نُور نه ډکو فضاګانو طرف ته روان شو، څنګه چې زمونږه د مدينے مُنَوَّرے په در و ديوار نظر پريوتلو نو د شوق د زياتوالي په وجه مو د زړه كيفيت بدل شو، د هغه بابركته زمكې خاوره مو په خپلو سترګو پورې راښکله، او د هغې په ښكلولو مو زړه ته سكون ورکړو. بيا د خوږ آقا، سُلطانِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شو، چې كله مُوَاجَهَه شريفې ته (يعني د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُوراني مخ مبارك ته مخامخ) اُورَسيدلو نو پيرو مُرشِد راته اوفرمائيل: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې سلام عرض كړه! ما په ډير ادب و احترام سره سلامِ شوق عرض كړو. د رَوضۀ اَنوَر نه آواز راغلو: وَعَلَيْكُمُ السَّلام اے قُطْبُ الْمَشَائِخ!

    بس چې دا جواب پيرو مُرشِد واوريدلو نو سمدستي ئې سجدۀ شُكر ادا كړه او ما ته ئې اوفرمائيل: اوس ته درجۀ كمال ته اورسيدلې. [1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! قربان شم! د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  څنګه اعلٰى شان دے! حضرت خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د شلو كالو پورې د خپل پير و مُرشِد په خدمت كښې حاضر اوسيدلو، د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  عُمَر مبارك چې تقريباً 52 كاله شو نو د خپل پير و مُرشِد نه رُخصَت شو. په آخِر وخت كښې ورته پيرِ كامِل حضرت خواجه عُثمان هاروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خلافت عطا كړو، بيا ئې ورته څه لږ تَبَرُّكات عطا كړل او ورته ئې اوفرمائيل: دا تَبَرُّكات زمونږ د پيرانِ طريقت يادګار دي كوم چې


 

 



[1]...هند کے راجہ، صفحہ:72۔