Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

    د هغه وخت نه پس يوه ورځ زما (يعني د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ) د شيخ اَجَل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره مُلاقات اوشو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پريشانه وو، ما ترينه د پريشانئ د وجهې تپوس اوكړو نو اوئې فرمائيل: هغه ورځ زما نه د ګوتو خلال پاتې شوے وو، په دې وجه فِكرمند يم چې په ورځ د قيامت به د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې دا مخ څنګه ښكاره كووم...!! 

     خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خپل درس کښې نور اوفرمائيل: په اوداسه كښې هر اندام درې ځله وينځل سُنَّت دي، په حديثِ پاك كښې دي: هر اندام درې ځله وينځل زما او زما نه د مخكښينو انبيائے كرامو سُنَّت دي.[1]

     يوه ورځ حضرت فُضَيل بِن عِياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اودس كولو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاس دوه ځله اُووينځل، باقي اودس ئې اوكړو او لمُونځ ئې ادا كړو. په دغه شپه ورته د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، د غيبو خبر وركوونكي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زه خو ډير حيران يم چې ستا په اوداسه كښې كمے پاتې شي. حضرت فُضَيل بِن عِياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا فرمان واوريدلو نو د ډيرې ويري نه رابيدار شو، فوراً ئې تازه اودس اوكړو، لمُونځ ئې بيا ادا كړو، او د هغه سُنَّت پاتې كيدو په كفاره كښې ئې د يو كال پورې هره ورځ د 500 ركعتو نفلو ادا كولو پوخ نِيَّت اوكړو.[2]

     اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! دا دے د سُنَّتو سره محبت...!! الله پاك دِ مونږ ته هم د خوږ آقا، مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو سره ډير محبت رانصيب كړي.

    د يوے مَسئَلے وضاحت واورئ! د حضرت فُضَيل بِن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه په اوداسه


 

 



[1]...ابن ماجہ، کتاب الطہارۃ، باب:ماجاء فی الوضو، صفحہ:79، حدیث:420۔

[2]...دلیل العارفین، صفحہ:6۔