Book Name:Khwaja Garib Nawaz Aur Neki Ki Dawat

نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه باغ ته دننه تشريف يوړلو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تالاب په اوبو  غُسل اوكړو، لمُونځ ئې ادا كړو، هلته كښيناستلو او د قُرآنِ كريم په تلاوت كښې مصروفه شو. په دې كښې د بادشاه د راتلو شور جوړ شو. خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه شور طرف ته بالكل تَوَجُّه ورنكړه او په اطمينان سره په تلاوت كښې مصروفه وو. چې كله ظالِم بادشاه په شاهانه شان و شوكت سره باغ ته داخل شو او د تالاب خوا ته نِزدې ئې په ساده جامو كښې يو نيك صِفَت انسان اوليدلو نو د غُصے نه سور شو او خپلو سپاهيانو ته غضبناک شو، چې دې سړي ته چا زما په باغ كښې د كښيناستلو اجازت وركړے دے؟ ظالِم بادشاه چې ئې په سخته غُصه اوليدلو نو سپاهيان اُويريدل، سپاهيانو لا څه جواب نه وو وركړے چې خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل نظر مبارك [د هغه بادشاه طرف ته] اوچت اوكړو، بس د حُضُور غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فيض نه ډك نظر چې څنګه په بادشاه پريوتلو، بادشاه يو دم په لړزان شو او په زمكه راغوزار شو او بے هوشه شو. خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ځائے نه پاڅيدلو، اوبه ئې را اُوغوښتلې او د بادشاه په مخ ئې اوشيندلې، لږ ساعت پس بادشاه په هوش كښې راغلو، بس بيا څه وو، په هوش كښې د راتلو سره سمدستي بادشاه په ډيره عاجزئ د خپلې غلطئ مُعافي اوغوښتله او بيا د خپلو ټولو خادمانو او نوكرانو سره د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په غُلامئ كښې داخل شو. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! نن شپږمه شريف ده (يعني د رَجَبُ الْمُرَجَّب شپږم تاريخ دے) او مونږه د سُلطانُ الهِند، عطائے رسول، مُعِينُ الدِّين  خواجۀ


 

 



[1]...هند کے راجہ، صفحہ:74۔