Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

د الله پاک خوږ حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم بنده چې په مينه او شوق 3 ځله په ورځ کښې او 3 ځله په شپه کښې په ما باندې درودِ پاک اولولي، په الله پاک باندې حق دے چې د هغه د هغه ورځې او د هغې شپې ګناهونه معاف کړي۔ ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! که چرې مونږه لږه شان توجو اوکړو نو پته به اولګي چې د ګناهونو د بخښلو دا څومره ښکلې او آسانه نُسخه ده، مثلاً د سحر لمونځ د جَمعې سره ادا کړئ، سر ښکته کړئ، سترګې پټې کړئ او د شين شين ګنبد خيال راولئ او 3 ځله درودِ پاک اولولئ، دغه شان د شپې د اوده کيدو په وخت که په بستره ولې نه وي په هغې باندې قبلې طرف ته مخ کړئ، سر ښکته کړئ، سترګې پټې کړئ او د ښکلي ښکلي ګنبد خضرا خيال راولئ او 3 ځله درودِ پاک اولولئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دغې ورځې او د دغې شپې ګناهونه به معاف شي، ياد ساتئ! غټ ګناهونه په رښتينې توبې سره معاف کيږي، دغه


 

 



[1]...معجم کبیر، جلد:8، صفحہ:69، حدیث:15316۔