Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

فتح محمد لمونځ ګزاره جوړ شو

مياں شير محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاکستان په مشهورو اوليائے کرامو کښې دے، يو ځل د هغوئي يو مريد د هغوئي په خدمت کښې عرض اوکړو: عالي جاه! زما يو ځوي دے: فتح محمد۔ ما هغه ډير په شوق د قرآنِ پاک حافظ جوړ کړو خو هغه لمونځ نه کوي۔ میاں شير محمد شرقپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: هغه زما خوا له راوله۔ هم دغسې مُريد 2 ورځې پس خپل ځوي د ځان سره راوستو او حاضر شو او عرض ئې اوکړو: حُضُور! فتح محمد حاضر دے۔ مياں شير محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ډيره مينه پوښتنه اوکړه: فتح محمد! لمونځ ولې نه کوې؟ عرض ئې اوکړو: په لمونځ کښې زما زړه نه لګي، که چرې جَمع ورکول وي نو زړه اولګوئ۔

مياں شیر محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په چټائيئ ملاست وو، د فتح محمد خبره چې ئې واوريدله نو په جوش کښې کښيناستو او د شهادت په ګوته ئې د هغه د زړه طرف ته اشاره اوکړه او اوئې فرمائيل: لاړ شه! اوس به دې زړه لګي۔ بس د الله پاک د کامِل ولي هم دومره وئيل وو، اوس د فتح محمد دا حالت شو چې د ماسپخين لمونځ به ئې شروع کړو نو د مازيګر پورې به ئې د ماسپخين لمونځ پوره کړو، د ماسخوتن د لمونځ نيت چې به ئې اوتړلو نو سحر به پرې شو۔ ([1])

طیبہ سے منگائی جاتی ہے، سینوں میں چھپائی جاتی ہے

تَوحید کی مَے پیالے سے نہیں، نظروں سے پِلائی جاتی ہے


 

 



[1]...مواعظِ نعیمیہ، صفحہ:316-317۔