Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

اوموندله نو سحر وختي به د حضرت محمد بن واسِع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضريدم، د دې په برکت سره به ماته فائده رارسيدله۔ ([1])

اللہ اللہ کیے جانے سے اللہ نہ ملے                                                                      اللہ والے ہیں جو اللہ سے ملا دیتے ہیں

د يو نظرِ کرم خبره ده

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تفسيرِ نعيمي کښې فرمائي: د ګناهونو سره زړه خيرنيږي (مثلاً يوه ګناه مو اوکړه نو په زړه باندې يو تور داغ جوړ شي، بله ګناه مو اوکړه نو بَل داغ جوړ شي، داسې په مزه مزه زړه زنګ نيسي) او خيرن زړه د عبادتونو په ذريعه په مزه مزه صفا کيږي خو د نيکانو بنده ګانو په دښمنئ سره په مزه مزه نه بلکه يو دَم په زړه باندې مهر لګي او که چرې د چا نيک بنده د نظر عنايت اوشي نو خيرن زړه يو دم پاک پاک، ځليدونکے شي۔ ([2])

ځکه خو وئيلے شي:

یَکْ زمانہ صحبتِ بااَوْلیا    بہتر از صد سالہ طاعتِ بےریا

وضاحت: يعنې د سوؤنو کالو د ريا نه بغير عبادت يو طرف ته، او د چا کامِل ولي د يو څو لحظو ناسته بَل طرف ته، دا د ولي سره ناسته چې څومره زر اثر کوي، عبادت دومره زر اثر نه کوي۔ (ياد ساتئ! د دې مطلب دا نه دے چې لمونځ، روژه پريږدئ او بس د نيکانو خلقو صحبت اختيار کړئ، د دې سره خو به اُلټا اثر اوشي، هسې هم د نيکانو خلقو صحبت لمونځ ګزاره بے لمانځه نه بلکه بے لمانځه لمونځ ګزاره جوړوي)۔


 

 



[1]...حِلْیَۃُ الْاَوْلیاء، جلد:2، صفحہ:395۔

[2]...تفسیرِ نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:7،جلد:1، صفحہ:158 خلاصۃً۔