Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika
مومنان زيات عقل مند دي؟ خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مرګ زيات يادوونکي او د مرګ نه پس [د ژوند] د پاره ښه تيارئ کوونکي، دغه خلق ډير هوښياران دي۔ ([1])
دِلا غافل نہ ہو یکدم، یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے بغیچے چھوڑ کر خالی، زمین اندر سمانا ہے
تُو اپنی موت کو مت بھول، کر سامان چلنے کا زمیں کی خاک پر سونا ہے، اینٹوں کا سرہانا ہے
جہاں کے شغل میں شاغل، خدا کے ذکر سے غافل کرے دعویٰ کہ یہ دنیا، مِرا دائم ٹھکانا ہے
الله پاک دې مونږه هم د مرګ زيات يادولو والا جوړ کړي۔ چې مرګ يادوؤ، بيا بيا د مرګ طرف ته پام ګرځوؤ نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د زړه زنګ به لرې شي او د آخرت فِکر به نصيب شي۔
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د زړه د زنګ لرې کولو څلورمه او په عملي طور باندې د ټولو نه اثرناکه طريقه نيک صحبت [يعنې د نيکانو خلقو سره ناسته پاسته] ده۔ د الله پاک د نيکانو بنده ګانو سره د ناستې پاستې، د هغوئي د خبرو اوريدو، هغوئي ته په مينه د کتلو او د هغوئي د سيرت خپلولو په برکت سره دومره زر د زړه نه زنګ لرې کيږي چې هډو څه جواب ئې نشته۔
د زړه د سختئ نا اشنا علاج
حضرت جعفر بن سليمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما به چې کله چرته په خپل زړه کښې سختي